حزب انسجام ملی افغانستان

تازه ها: .

بسم الله الرحمن الرحیم

و امرهم شوری بینهم

"قران کریم "

مرامنامه او اساسنامه

دافغانستان دملي انسجام ګوند

دافغانستان ملي انسجام ګوند مرامنامه

سریزه :

زموږ ګران هېواد افغانستان، د دریو لسیزو جګړو او بحران په اوږدو کې د خپلو مادي او معنوي بنسټونو یوه برخه له لاسه ورکړې ده. کورنی او بهرنی تاو تریخوالی او لانجې، د دې هېواد پر اوسېدونکو باندې د زیاتو مصیبتونو اودردونو د تپلو لامل ګرځېدلی دی. د هېواد د سیاسي دوامدارو بحرانونو ریښه له بهرنیو عواملو څخه مخکې د سیاسي او ټولنیزو پېچلو مناسباتو په دننه کې په ګوته شوې ده. استبدادي حکومتونه د جهل، ناپوهۍ تعصب او نفاق په خپرولو سره د هېواد په برخلیک کې د شخړو او پردیو د لاسوهنو اصلي زمینه برابره کړې او د کورنیو او بهرنیو جنګ جګړو او لانجو کړۍ یې زموږ د خلکو پرژوندانه تپلې ده. که چېرې د نویو بدلونونو په بهیر کې د بحران جرړې او سرچینې ونه پېژندل شي او اصولی علاج یې ونه شي، بیا به هم د تاوتریخوالي او نفاق او د خپلو خلکو د هویت او عزت د تباهۍ د نوې دورې شاهدان واوسوو.

له دې سره سره چې نننی افغانستان د خپل سیاسي او ټولنیز ژوندانه نوی فصل پیل کړی او د نظام جوړولو، د قانون د واکمنۍ او د سولې او وفاق د تامینولو په لاره کې یې بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي، خو هوسا او عادلانه ژوندانه ته د رسېدو لپاره اوږده لاره په مخکې ده. د نورو ټولنو تجربه، د سیاسي او ټولنیزو بحرانونو په له منځه وړلو کې، د عبرت داسې درس دی چې کولای شي د سولې او ثبات په تامینولو کې زموږ له خلکو سره مرسته وکړي او له ګډوډیو څخه د تېرېدو دوره ګړندۍ کړي.

څرنګه چې معاصرو بدلون راوړونکو، په اخلاص، تېره دوره د خپلې راتلونکې د لارې مشال ګرځولی، څو بنسټونه او اساسات د انساني اصولو پربنا په پښو ودروي او له جنګ څخه سولې ته د هېواد د تېرېدو، له نفاق څخه وفاق ته اوله سخت دريځۍ څخه اعتدال ته، پر مشارکت او د خلکو په اګاهانه نقش، اعتماد او باور وکړي، په ډاډمنه توګه به زموږ ملت له سختو ازمایښتونو څخه بریالۍ راوزي.

د وروستۍ لسیزې بدلونونو، زموږ د خلکو لپاره فرصت برابر کړ چې له کلونوکلونو جګړو او بحران وروسته، د موکراسي او ازادي تجربه کړي. د برخلیک ټاکل، د حقوقو برابري او ټولنیز عدالت د خلکو هغه اساسي غوښتنې دي چې د هغو د لاسته راوړلو لپاره یې ګرانه بیه ورکړې ده. خو هدف ته د رسېدو لپاره اوږده لاره په مخکې ده چې د مبارزې او د ټولو ملي ځواکونو د یو موټي کولو له لارې پرته، لاسبری نه ترسترګو کېږي، ځکه د ازاد ۍ او عدالت دښمنان، تل زموږ د خلکو د هوساینې او پت د له منځه وړلو په کمین کې ناست دي او له هېڅ ډول ټګۍ برګۍ نه یې مخ نه دی اړولی.

په ملي ارمانونو باندې د لاسرسي لپاره د نویو بدلونونو له بهیر څخه استفاده، د افغانستان په ګټو باندې د ټولو باورمندو ځواکونو له ارادې او عزم سره تړاو لري. ځکه په سیاسي پراختیا باندې لاسرسی، یوازې د پرګنو د پوهې او بینش د پراختیا له لارې ترلاسه کېدای شي هغه ته چمتووالی هم د سیاسي او مدني غورځنګونو او جریانونو پراختیا ده څو وکړای شي په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د خلکو د آګاهانه حضور زمینه برابره کړي او ملي غوښتنې له قوې څخه فعل ته واړوي. په دې لاره کې د علماو، روڼ آندو او ملي مخورو ونډه اخیستنه ټینګه پوشتوانه ده چې کولای شي مدني او سیاسي غورځنګونه چټک کړي او د دموکراتیکو ارزښتونو په بنسټیز کولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان د ملي انسجام ګوند بنسټ ایښودونکي د هېواد د حالاتو او شرایطو په دقیقه څېړنه او تحلیل ، خپل اساسی رسالت، ملي ،پوهو او زړه سواندو ځواکونو ته سازمان ورکول بولي څو د سیاسي کانون د جوړولو له لارې په ملي ګټو او مصالحو باندې د باورمندو ځواکونو د تمرکز او فعالیت لپاره یو محور پرانیزي، ځکه باور لري چې د سیاسي سازمان جوړول به د ټولو دردمنو او ژمنو ځواکونو د انسجام لپاره یو داسې بستر وي څو وکړای شي د هېواد د خلکو د مبارزو د لاسته راوړنو ساتنه وکړي او د حقو قو د له منځه وړلو او بې عدالتیو په وړاندې ودریږي او مبارزه وکړي.

دافغانستان دملي انسجام اصول او دسیاسي او ټولنیز تفکر بنسټ

الف:اسلام

موږ اسلام د هغه دین په نامه چې د تمدن، تاریخ او بشري فرهنګ په بنسټ ایښودنه او د خلکو په فردي او ټولنیز ژوندانه کې اساسي نقش لري او زموږ انساني او ملي بنسټیز ارزښتونه له هغه څخه سرچینه اخلي، د قانون جوړولو اصلي سرچینه یامنبع بولو.

ب:دموکراسي

زموږ له نظره د موکراسي، په افغانستان کې د حکومت والۍ ډېر غوره سیستم دی چې کولای شي په هېواد کې د ځان غوښتونکو او ګوډاګیو حکومتونو د پای ته رسولو، د بحران او دوامدارو شخړو د له منځه وړلو د زمینې برابرونکی وي. د ملي غوښتنو او مطالبو د تامینولو او برابرولو په مقصد د مشروعو بنسټونو جوړول، یوازې د دموکراتیکو او وګړنیزو نظامونو د جوړولو له لارې امکان لري.

ج:ټولنیز عدالت

ټولنیز عدالت ټولو هېوادوالو ته په برابره توګه د فرصتونو او امکاناتو د برابرولو په مانا، د هېواد د مادي او معنوي ودې او پرمختګ اصلي عامل دی، ځکه د مشارکت او فکر د یووالي روح به، د هېواد په ټولو اتباعو باندې په عادلانه توګه د مادي او معنوي امکاناتو د وېش له لارې پیاوړی شي، نو عدالت دی چې د ټولو هېوادوالو د استعدادونو او قابلیتونو د ودې زمینه او د ملي پراختیا او ترقۍ امکان برابروي.

د:ملي وحدت

د افغانستان خلکو له ټولو قومي، ژبنیو او مذهبي ځانګړتیاو، سره سره د اوږدو پېړیو په بهیر کې، ډله ییز ژوند تجربه کړی او په ګډه یې د خپل ملی هویت دفاع کړې. موږ ځانګړتیا او تکثر د خپل هېواد د فرهنګي او ټولنیزې بډاینې، پانګه بولوو او له هر ډول توپیر غوښتنې او لوړتیا غوښتنې سره مبارزه کوو. د هېواد والۍ په نظام کې هر ډول تبعیض، د خپلواکۍ او د هېواد د خلکو د وحدت خلاف عمل بولوو او د هغه پرخلاف به مبارزه وکړو.

هـ:خپلواکي

خپلواکي هم د ازاد ۍ په څېر د انسان د طبیعت او د و یښو او ژوندیو ملتونو، پرځای غوښتنه ده چې پرخپل برخلیک باندې د واکمنۍ غوښتونکي دي. زموږ خلکو خپلواکۍ او ازاد ۍ ته د رسېدو په خاطر، نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي او بې شمېره قربانۍ یې ورکړي دي. موږ د خپلواکۍپر اصل باندې په تکیې سره د نړۍ له ټولو ملتونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یوو او د سیمې او نړۍ په کچه د هر ډول تاوتریخوالي د کمښت ملاتړکوو.

د ګوند سیاستونه او پروګرامونه

الف:کورنی

.1د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع

.2د ملی وحدت د ټبنګښت په لاره کې هڅه

.3د هر ډول توپیر او بې عدالتۍ پرخلاف مبارزه

.4د دموکراسۍ او د خلکو د ازادۍ پر بنسټ د منتخب نظام ملاتړ

.5د سالمې، عادلانه او مسوولې ادارې د جوړولو په لاره کې هڅه

.6د خلکو او قانوني حکومت ترمنځ د سالمو اړیکو تامین

.7د وګړو د معیار له مخې د اداري واحدونو د وېش د جوړښت د نوي کولو په مقصد هڅه

.8بې برخو سیمو ته د پراختیا د لومړیتوب ورکولو له لارې، د سیمو ترمنځ د انډول د رامنځته کولو په خاطر هڅه

.9د ملي ترکیب په رعایت د هېواد د وسله وال پوځ ملاتړ او پیاوړتیا

.10د عمومي بې وسلې کولو د بهیر ملاتړ

.11په سیاسي اواداري جوړښت کې د ټولو قومونو عادلانه مشارکت

ب: بهرني

.1له اساسي قانون سره په مطابقت کې د ملګرو ملتو د سازمان د منشور او د بین المللي کنوانسیونونو او میثاقونو ملاتړ

.2د بهرنیو روابطو او مناسباتو په ټینګښت کې د خپلواکۍ د اصل رعایت او زیان نه منل

.3د خپلواکۍ په ساتلو او د یو بل په کورنیو چارو کې له لاسوهنې پرته، د بین المللي اړیکو د پراختیا ملاتړ

.4له بین المللي او سیمه ییزو سیاسي ا و اقتصادي اتحادیو سره د هېواد د پیوستون د سیاست ملاتړ

.5د متقابل درناوي او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ له سوله ییزې لارې د سیمه ییز تاوتریخوالي د کمښت او د لانجو پرحل ټینګار

.6د ترهګرۍ پرخلاف د مبارزې د بین المللي ایتلاف ملاتړ

 

ج: اقتصادي

.1د کرهڼې، صنعت او تولید د بنسټونو د پیاوړتیا له لارې د ملي اقتصاد د ودې او پراختیا ملاتړ

.2د کرنې د میکانیزه کولو ، مالدارۍ د پیاوړتیا او د کلیوالو لپاره د اعتباري اسانتیاو د پراختیا له لارې د کلیو د پراختیا او پرمختیا ملاتړ

.3د قانون په چوکاټ کې د خصوصي سکتور ملاتړ

.4د ژوندانه د چاپېریال ساتنې په لاره کې هڅه

.5د هېواد د متوازنې پرمختیا په لاره کې د اقتصادي سیاستونو ملاتړ

.6د بیا رغاونې د بهیر ملاتړ او د مادي بنسټونو نوي کول

.7له منابعو او ملي عوایدو څخه د اصولي ګټې اخیستنې او د هغو د عادلانه وېش په لاره کې هڅه

.8د ټولو لپاره د کار او بوختیا( اشتغال) د زمینې برابرول

 

د: فرهنګي

.1د ملي فرهنګ د ودې او پراختیا لپاره هڅه

.2د سیمه ییزو فرهنګونو له پراختیا او ودې سره مرسته

.3د فرهنګي میراثونو او تاریخي ابداتو ساتنه

.4د مناسبې ښوونې او روزنې د زمینې د برابرولو له لارې د ماشومانو د حقوقو ملاتړ او دفاع

.5د هېواد د ټولو اتباعو لپاره د روزنې او حیاتي سواد د زده کړې د زمینې د برابرولو لپاره هلې ځلې

.6د بې برخې سیمو د اوسېدونکو لپاره د لوړو زده کړو د زمینې د برابرولو کوښښ او ملاتړ

.7د ځوان نسل لپاره د مسلکي او تخصصي زده کړو د زمینې د پراختیا لپاره هڅه

 

هـ: ټولنیز

.1د علمي او فني نوښتونو ملاتړ

.2فردي اومدني ازادۍ ته درناوی

.3د قانون په چوکاټ کې د بیان د ازادۍ ملاتړ

.4د ښځو د حقوقو ملاتړ او دفاع

.5د سیاسي او مدني ګوندونو او سازمانونو د ازادو فعالیتونو ملاتړ

.6د صنفي اتحادیو د فعالیت ملاتړ

.7د ژوندانه د سالم چاپېریال ساتنې ملاتړ

.8د ټولو لپاره د ورزشي مناسبو امکاناتو د تامینولو ملاتړ

.9د نشه یي توکو د کرکېلې، تولید، قاچاقو او استعمال پرخلاف جدی مبارزه

.10د معلولینو، زړو کسانو، یتیمانو او شهیدانو د کورنیو درناوی او د دوی د حقوقو د دفاع لپاره هڅه

.11په پتمنه توګه د کډوالو او مهاجرینو د راستنولو لپاره د فرصت د برابرولو ملاتړ او دوی ته د پتمن ژوندانه د زمینې برابرول.

 

دافغانستان ملي انسجام ګوند اساسنامه

سریزه:

د افغانستان خلک د تاریخ په اوږدو، په تېره بیا په وروستۍ لسیزه کې د غورځنګونو، انقلابونو، کورنیو جنګ جګړو او بهرنیوتېریو د زیاتو لوړو ژورو شاهدان وو، خو خپله خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا، هویت او پت یې په مېړانه ساتلی دی.

له دې سره سره چې زموږ خلکو د خپلې خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او لوړو دیني او فرهنګي ارزښتونو د دفاع په سختو پړاوونو کې مېړانې او اتلولۍ ښودلي او سخت مقاومت یې کړی دی، خو د ثبات او تېرېدو (ګذار) په پړاو کې یې خپل هېوادنی، لومړنی حق نه دی ترلاسه کړی. ځکه ظالمو او ګوډاګیو نظامونو د جهل، تعصب، بې وزلۍ، فساد او نفاق د خپرولو له لارې خپل قدرت د خلکو په عجز او له واکمنۍ څخه په لرې والي کې لټولی دی.

پرله پسې او دوامدار بحرانونه او لانجې چې په ترقۍ، ودې او ملي وفاق باندې د لاسبري په لاره کې ستر خنډ دی، په بهرنیو مناسباتو کې ریښه لري چې د بې پروایۍ او نه پاملرنې په صورت کې به د هېواد د ننني او راتلونکي نسل ژوند له خطر سره مخامخ کړي.

له بحرانونوڅخه ژغورنه ، په ټولو برخو کې له بیا کتنې او بدلون پرته ناشونی برېښي، دموکراسي، سیاسي پلورالیزم ، ټولنیز عدالت ، بشري کرامت او د بشر حقوقو ته درناوی په نننۍ مدرنه نړۍ کې، په بحرانونو او لانجو باندې د بریالیتوب مهم شرایط بلل کېږي چې د یوه ملي او انساني رسالت په توګه د معاصر دردمند، پوه او انګیزه لرونکي نسل په وړاندې دي.

اوس چې د افغانستان خلکو له ورانو ویجاړو څخه سر رااوچت کړی او د نه ستړي کېدونکو مجاهدتونو او مقاومتونوپه بیه یې په سیاسي او ټولنیز ژوندانه کې نوی فصل پرانیستی دی، ډېره پرځای او غوره ده چې تېر بدلونونه او ترخې تجربې د راتلونکي دود او لارې لپاره د عبرت درس وګرځي.

له دې سره سره چې د وروستۍ لسیزې بدلونونو د زیاترو سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي اواقتصادي معادلو د بدلون زمینه برابره کړه، خو د دموکراسۍ، سیاسي پلورالیزم، د عمومي ازادیو د تامین، د ټولنیز عدالت د ټینګښت او د بشر د حقوقو د تامینولو د ارزښتونو تر تحقق پورې اوږده لاره په مخکې ده چې د زړه سواندو، روڼ آندو، دآزادۍ د فکر د خاوندانو او ترقۍ غوښتونکو له یوموټی کولو پرته نه شي ترلاسه کېدای .

په دې لاره کې ده چې موږ د ملي پوهې ا و بصیرت پراختیا، د سیاسي پراختیا او د قدرت د اساسي جوړښتونو لازم شرط بولوو اوپه دې ټینګار کوو چې د افغانستان د غیرتمنو او پتمنو خلکو فعال حضور د خپل برخلیک په ټاکلو کې د دیني او ملي لوړو ارمانونو د تحقق یوازینۍ لاره ده او دا هم په ټولو برخو کې د سیاسي ، ټولنیزو، فرهنګي او مدني بنسټونو له ځواکمن حضور پرته ناشونې ده.

د افغانستان د ملي انسجام ګوند بنسټ ایښودونکي نویو بدلونونو او شرایطو ته په پاملرنې سره په یوه سراسري جریان کې د خپلواکو، روڼ آندو، پوهو او انګیزه لرونکو انسجام د افغانستان د اتل ملت عالي هدفونو ته د رسېدو بنسټیز خوځښت بولي او باور لري چې د اسلامي او ملي لوړو ارزښتونو هراړخیزه پراختیا او تحقق د هېواد د ټولو غوره او پوهو ځواکونو له فعال او هدفمن مشارکت پرته ناشونی دی.

د افغانستان د ملی انسجام ګوند بنسټ ایښودونکی نویو تحولاتو او شرایطو ته په پاملرنې، د افغانستان د اتل ملت عالی موخو ته د رسېدو په مقصد په یوه ملي پراخ بنسټ جریان کې د خپلواکو، روڼ آندو، پوهو او انګیزه لرونکو ځواکونو یوموټي کېدل بولي او باور لري د لوړو اسلامي او ملي ارزښتونو هراړخیزه پراختیا او تحقق د هېواد د ټولو وړ او غوره ځواکونو له فعال او هدفمن ګډون پرته ناشونی دی. له دې امله د ملي انسجام ګوند خپله دنده بولي څو د خلکو د آرمانونونو او پرحقو غوښتنو له لارې، په قدرت کې د دوی د آګاهانه او ځواکمن حضور زمینه برابره کړي. د دموکراسۍ اصول، د زغملو روحیه، عقایدو او انساني کرامت ته درناوی، ملي جریانونو او ځواکونو ته د بلنې او همکارۍ یوازینۍ لاره ده.

د افغانستان د ملي انسجام ګوند بنسټ ایښودونکي، د لوی خدای په مرسته او د خلکو په اخلاص مندانه ملاتړ هوډمن دي چې له فرصتونو او نویو شرایطو څخه په استفادې، باورمندو، بصیرو او انګیزه لرونکو ځواکونو ته په سازمان ورکولو ستر سیاسي، ټولنیز، فرهنګي خوځښت پیل کړي، څو د خلکو دګټو او د هېواد د هراړخیزې پراختیا په خدمت کې وي.

د افغانستان د ملي انسجام ګوند هوډمن دی چې له قانوني لارو څخه په استفادې، د هېواد په بنسټیزو جوړښتونو کې د ټولوخلکو د مشارکت زمینه برابره کړې ا و د دموکراسۍ، ټولنیز عدالت د لوړو دیني اوملي ارزښتونود تحقق لپاره خپل ټول وس وکاروي او هېڅ ډول جوړجاړي ته غاړه کېنږدي.

ګوند هڅه کوي چې د نفاق، ظلم، توپیر، تنګ نظرۍ او تند لارۍ له مظاهرو سره مبارزه وکړي او پوهه، هوښیاري، زغم او خبرې اترې د خپل ټولنیز او فرهنګي عمل پربنا سرمشق وګرځوي.

ګوند داسې عقیده لري چې د خلکو پوهه او په سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي او اقتصادي برخو کې د دوی حضور د دیني او ملي لوړو هدفونو د تحقق ټینګه پشتوانه ده او د ملي خدمت کوونکو غورځنګونو د بریالیتوب زمینه برابروي.

 

لومړی فصل

عمومی احکام

لومړۍ ماده:

دغه اساسنامه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د پنځه دېرشمې مادې او د ګوندونو د قانون د څلورمې مادې پر بنسټ د (افغانستان د ملي انسجام ګوند) د جوړولو او د هغه د فعالیتونود تنظیمولو په مقصد وضع شوې ده. د افغانستان د ملي انسجام ګوند د هېواد د اساسي قانون، د سیاسي ګوندونو او نورو قوانینو د حکمونو رعایت ته، ژمن دی.

دویمه ماده:

د تشکیلاتو نوم د (افغانستان د ملي انسجام ګوند) دی.

دریمه ماده:

کله چې په دې اساسنامه کې ګوند وویل شي، مقصد (د افغانستان د ملي انسجام ګوند) دی.

څلورمه ماده:

ګوند، یو پراخ ملي جوړښت دی چې د ملي مستقلو او په دموکراسۍ، سیاسي پلورالیزم، ټولنیز عدالت، ملي وحدت او ځمکنۍ بشپړتیا باندې باورمند شخصیتونه، خپل هدفونه د قانونمندو او سوله ییزو سیاسي مبارزو له لارې تعقیبوي. هر هېوادوال له قومي، مذهبي، سمتي، جنسي او ژبنيو ملاحظاتو پرته په ګوند کې د غړیتوب، انتخابولو او انتخاب کېدو حق لري.

پنځمه ماده:

د ګوند د غونډو د نصاب حد د غړو د اکثریت حضور (د یوې برخې + نیمه برخه) ده، تصمیمونه او پرېکړې د حاضرو غړیو د رایو د اکثریت پربنسټ کېږي.

 

 

شپږمه ماده:

د ګوند مرکزي دفتر د کابل په ښار کې دی. په ولایتونو، ولسوالیو او سیموکې هم د ګوند نمایندګۍ فعالیت کوي.

اوومه ماده:

دګوند سمبول د دوی له اعتقادي، فرهنګي،سیاسي او اقتصادي نښو څخه جوړ شوی دی.

د الله ( ج ) کلمه، محراب، قلم، کتاب، د غنمو وږی، د صنعت څرخ او د ګوند له نامه او د جوړولو له نیټې سره د ځمکې کره .

 

دویم فصل

د تشکیلاتو جوړښت

اتمه ماده:

ګوند لاندې تشکیلات لري:

.1عمومی مجمع

.2مرکزي شورا

.3د مشرتابه شورا

.4ولایتي شورا

.5د ولسوالۍا و سیمه ییزه شورا

نهمه ماده:

عمومی مجمع

عمومي مجمع د ګوند د تصمیم نیولو عالي مرجع ده چې په هرو څلورو کلونو کې یو ځل جوړېږي. د عمومي مجمع فوق العاده غونډې کېدای شي د مرکزي شورا د دوو برخو په وړاندیز او د مشرتابه شورا په تایید له نوموړې مودې مخکې جوړې شي.

لسمه ماده:

د عمومي مجمع په غونډو کې د مرکزي شورا، د مشرتابه شورا، ولایتي شورا، د ولسوالۍ او سیمه ییزې شورا غړي ګډون کوي.

تبصره ۱- د مشرتابه شورا کولای شي ملي او بین المللي مستقلو اشخاصو ته د عمومي مجمع په غونډو کې د مېلمنو په توګه بلنه ورکړي.

یوولسمه ماده:

دعمومي مجمع دندې اوواکونه:

.1د ګوند د عمومي کړنلارې ټاکل

.2د عمومي مجمع د رییسه هیات ټاکنه

.3د مرکزي شورا د غړو ټاکنه

.4د ګوند د فعالیتونو د رپوټ اورېدل چې د مشرتابه شورا د رییس له خوا وړاندې کېږي.

.5د ګوند د اساسنامې تصویب او تعدیل

دولسمه ماده:

عمومي مجمع په خپل لومړني اجلاس کې د موسسانو شورا د موقت رییس په مشرۍ، رییسه هیات ټاکي او د مجمع طرز العمل تصویبوي.

دیارلسمه ماده:

تر هغه وخته چې لومړنۍ عمومي مجمع د اساسنامې له مخې جوړېږي ، د موسسانو شورا ، په یوولسمه ماده کې لیکل شوي واکونه او اختیارات لري.

څوارلسمه ماده:

د موسسانو شورا د ټولنې له بېلا بېلو سیمو او اقشارو څخه د دري څلوېښتو (۴۳) غړو څخه جوړه شوې ده.

پنځلسمه ماده:

د موسسانو شورا د اساسنامې د تصویب او اجازې له ترلاسه کولو وروسته د ګوند د کار پیل د یوې عمومي غونډې په ترڅ کې په رسمي توګه اعلاموي.

شپاړسمه ماده:

د لومړنۍ عمومي مجمع له جوړېدو اود مرکزي شورا د غړو له ټاکنې وروسته د موسسانو شورا له منځه ځي.

اوولسمه ماده:

مرکزي شورا

مرکزي شورا له عمومي مجمع وروسته، د ګوند د تصمیم نیولو عالي مرجع ده. شورا له یو سلو یو پنځوسو( ۱۵۱) تنو غړوڅخه جوړه شوې ده چې د عمومي مجمع له خوا د مستقیمواو سري ا نتخاباتو له لارې ټاکل کېږي.

تبصره۲- مرکزي شورا لږ ترلږه په کال کې یو ځل غونډه کوي.

اتلسمه ماده:

په مرکزي شورا کې د غړیتوب شرایط:

.1د افغانستان تبعه وي او د پنځه ویشت کلنۍ عمر یې بشپړ کړی وي.

.2په اسلامي ارزښتونو، دموکراسۍ، انساني کرامت او د بشر په حقوقو عقیده ولري.

.3ملي ګټو او مصالحو ته ژمن وي.

.4د هېواد او نړۍ د حالاتو او جریانونو د درک او تحلیل توان ولري.

.5 ښه مخینه یا(سابقه) او نېک شهرت ولري.

.6د واکمنې محکمې له خوا د جرمونو او بشري ضد جنایتونو په کولو نه وي محکوم شوی.

نولسمه ماده:

دمرکزي شورا دندې او واکونه

.1د ګوند د کړنلارې ټاکل او تصویب

.2د مشرتابه شورا د رییس ، مرستیال، منشي او د اجرایي کمیټو د مسوولینو او مرستیالانو ټاکنه او ګوښه کول.

.3د ګوند د کلنۍ بودجې تصویب

.4د مشرتابه شورا د کاري رپوټ اورېدل

.5د موقت رئیس ټاکل

.6له کورنیو سیاسي ګوندونو او سازمانونو سره د اتحاد په اړه د تصمیم نیول

.7د اړوندو طرزالعملونو تدوین او تصویب

.8د ګوند د حق الشمول او غړیتوب د حق الشمول د اندازې ټاکل

شلمه ماده:

د مشرتابه شورا

د ګوند د مشرتابه شورا (۳۵) تنه غړي لري چې په لاندې توګه.

رئیس ، مرستیال او منشي، د اجرایي کمیټو رییسان او مرستیالان چې د یوې څلور کلنې دورې لپاره د مرکزي شورا له خوا ټاکل شوي، خو د دوی ټاکنه د څو ځلو لپاره خنډ نه ګرځي، د مشرتابه پاتې غړي د مرکزي شورا د غړیو له منځه چې په لاندې شرایطو برابر وي ټاکل کېږي:

.1په سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې پوهه او کافي تجربه ولري.

.2د مشرتابه شورا په غونډو کې په منظمه توګه د حضور توانایي ولري.

یوویشتمه ماده:

د مشرتابه شورا، د عمومي مجمع د دوو اجلاسو د جوړولو په فاصله کی کې د ګوند د تصمیم نیولو عالي مرجع ده او د ګوند د ټولو چارو سرپرستي او څارنه کوي اود مرکزي شورا اوعمومي مجمع په وړاندې ځواب وایی.

دوه ویشتمه ماده:

د مشرتابه شورا لږ ترلږه په میاشت کې یو ځل غونډه کوي، فوق العاده اجلاس د دوو برخو غړو په وړاندیز او یا د رییس په بلنه پورې اړه لري.

درویشتمه ماده:

د ګوند اجرایي کمیټې

.1سیاسي کمیټه

.2د تشکیلاتو کمیټه

.3فرهنګي کمیټه

.4اداري او مالي کمیټه

.5د ټولنیزو خدمتونو کمیټه

.6د څارنې اوپلټنې کمیټه

.7د ښځو چارو کمیټه

.8د ځوانانو چارو کمیټه

څلېر ویشتمه ماده:

د کمیټو ریاست او مرستیالي د مشرتابه شورا د غړو په غاړه دی، له تخصصي مواردو پرته د کمیټو مرستیالان اوغړي له تخصصي مواردو پرته ترجیحاْ د مرکزي شورا د غړو له منځه ټاکل کېږي.

پنځه ویشتمه ماده:

د مشرتابه شورا دندې اوواکونه

1 . د ګوند د پالیسۍ طرحه اوتطبیق

2. مرکزي شورا ته د ګوند د کلنۍ بودجې ترتیبول او وړاندیز

3. د ګوند پرعوایدو اولګښتونو باندې څارنه

4. له داخلي ګوندونو او ټولنیزو او مدني سازمانونو سره د اړیکو تامینول

5. له داخلي ګوندونو او سازمانونو سره د تړونونو او موافقو لاسلیک او د منقولو او غیرمنقولو معاملو ترسره کول

6. له حقیقي او حکمي اشخاصو څخه د داخلي مادي او معنوي مرستو جلبول

7. دګوند د منقولو او غیرمنقولو مالونو ساتنه او څارنه

8. د کمیټو د داخلي قوانینو تصویب

9. د لزوم په صورت او خاصو حالاتو کې د اجرایي کمیسیونونو جوړول

10. د کمیټو د غړیو ټاکنه او ګوښه کول

11. له داخلي سیاسي ګوندونو او سازمانونو سره ایتلاف

12. د جمهوري ریاست، پارلماني، ولایتي شوراګانو د ولسوالیو شورا ګانو او ښاروالیو د ټاکنو په وخت کې د ګوند د کاندیدانو د دریځ ټاکل.

13. د ولایتي، ولسوالیو او سیمو د شورا د رییسانو ټاکنه او د ګوند د ولایتی کمیټو د غړیو تایید.

14. د ګوند په چوکاټ کې د هیات، استخدام او د پرسونل د معاشونو ټاکنه.

شپږ ویشتمه ماده:

د مشرتابه شورا د رئیس دندې او واکونه

1. د شورا د غونډو مشرتوب

2. د مشرتابه شورا د غړیو له منځه د ویندوی ټاکنه او ګوښه کول

3. د فوق العاده غونډو اعلام

4. مرکزي شورا او عمومي مجمع ته د کاري رپوټونو وړاندې کول

5. د اجراییه کمیټو د کړنو څارنه

تبصره ۳- رییس د عمومی مجمع، د مرکزی شورا او د مشرتابه شورا په وړاندې مسوولیت لري

اووه ویشتمه ماده:

د رئیس په غیاب کې دمشرتابه شورا، د رئیس دندې د مشرتابه شورا مرستیال ترسره کوي.

اته ویشتمه ماده:

ولایتي شورا

ولایتي شورا د ولایتونو په کچه د ګوند د تصمیم نیولو عالي مرجع ده چې د اجرایي کمیټو په جوړولوسره له دوه ویشتمې مادې سره سم، خپل فعالیت پیلوي.

نهه ویشتمه ماده:

ولایتي شورا میاشتنۍ غونډه کوي. فوق العاده اجلاس د ر ییس په بلنه او یاد دوو برخو غړیو په وړاندیز پورې اړه لري.

دېرشمه ماده:

د ولایتي شورا د کمیټو د دندو لایحه د اجرایي شورا له کمیټو سره په مطابقت کې تنظیم اود مشرتابه شورا له تایید وروسته د تطبیق وړ ده .

یودېرشمه ماده:

د ولایتي شورا د کمیټو غړي، د ولایتي شورا د رییس په وړاندیز، د مشرتابه شورا له خوا ټاکل کېږي.

 

دوه دېرشمه ماده:

ولایتي شورا د رئیس او مشرتابه شورا په وړاندې مسووله ده

درې دېرشمه ماده:

د ولسوالۍ او سیمه ییزه شورا

د ولسوالۍ او سیمې شورا، د ولسوالۍ او محلاتو په کچه د ګوند د تصمیم نیولو عالي مرجع ده چې د اجرایي کمیټو له طرزالعمل سره سم فعالیت کوي.

څلور دېرشمه ماده:

د ولسوالۍ او سیمې شورا میاشتنۍ غونډه جوړوي. فوق العاده اجلاس، د رئیس په بلنه او یا د دوو برخو غړیو په وړاندیز اړه لري.

پنځه دېرشمه ماده:

د ولسوالۍ او سیمې شورا د کمیټو د دندو لایحه له اجرایي کمیټو سره په مطابقت کې تنظیم او د مشرتابه شورا له تایید وروسته د تطبیق وړ ده.

شپږ دېرشمه ماده:

د ولسوالۍ او سیمه ییزې شورا د کمیټو غړي، د شورا د رئیس په وړاندیز، د ولایتي شورا د مشرتابه له خوا ټاکل کېږي.

اووه دېرشمه ماده:

د ولسوالۍ او سیمه ییزې شورا رئیس د ولایتي شورا د رییس په وړاندې ځواب وایي.

 

دریم فصل

د غړیو شرایط او مکلفیتونه

اته دېرشمه ماده:

د افغانستان هر تبعه له قومي، مذهبي، سمتي، ژبني او جنسي توپیر پرته د لاندې شرایطو په لرلو سره کولای شي د ګوند غړیتوب ترلاسه کړي.

1. د اتلس کلنۍ عمر یې بشپر کړی وي

2. د اساسنامې او مرامنامې منل او د ګوند د غړیتوب د فورم بشپړول

3. د جرمونو او بشري ضد جنایتونو په کولو د واکمنې محکمې له خوا نه وي محکوم شوی .

4. ملي ګټو او مصالحو ته ژمنتیا

5. له اړوند طرز العمل سره سم ، د حق الشمول ورکړه

6. د مقرراتورعایت ته ژمنتیا او د تشکیلاتو د اسرار ساتنه

 

نهه دېرشمه ماده:

د ګوند غړی مکلف دی

1. په اسلامي او انساني ارزښتونو عقیده ولري

2. د ډله ییزو تصمیمونو او پرېکړو تابع وي او د تشکیلاتو درازونو ساتنه وکړي

3. د ځان د پوهې د لوړتیا او د خپلې جسمي او روحي سلامتیا لپاره هڅه وکړي

4. ډله ییزو ګټو ته پر فردي ګټو ترجیح ورکړي

5. له طرز العمل سره سم د غړیتوب حق ورکړي

څلوېښتمه ماده:

د ګوند غړي د ډله ییزو موخو په لاره کې د وړتیا، غوره فعالیت او ارزښتمن خدمت د ترسره کولو په صورت کې د تشکیلاتو د کمیټې د وړاندیز له مخې په لاندې توګه هڅول کېږي او مکافات ورکول کېږي:

1. تحسین لیک او تقدیر لیک

2. د ګوند عالي پوړو ته لوړتیا

3. مادي او معنوي جایزې

یوڅلوېښتمه ماده:

دګوند مجازات په لاندې ډول دي

1. شفاهي توصیه

2. لیکلی خبرداری

3. دګوندې مسوولیت سلبول

4. د ګوند د غړیتوب ځنډول

5. له ګوند نه شړل.

تبصره ۴- د ځنډولو اوږده دوره یوکال دی

دوه څلوېښتمه ماده:

د غړیتوب سلب په لاندې حالاتوکې صورت نیسي:

1. د ګوند له مادي اومعنوي امکاناتو څخه ناوړه استفاده

2. د دین اصولو او عامه معتقداتو ته سپکاوی

3. په بل ګوند کې د غړیتوب ثبوت

4. قومي، ژبني او مذهبی اختلافاتو ته لمن وهل

5. د ګوند د اسرارو افشا کول

6. د استعفی لیک وړاندې کول

درې څلوېښتمه ماده:

د ګوند مکافات او مجازات د مشرتابه شورا له خوا د رایو په اکثریت ټاکل کېږي

 

څلورم فصل

د ګوند مالي سرچینې

څلور څلوېښتمه ماده:

د ګوند مشرتوب دخپلې تصد ۍ په دوره کې د ګوند د مالي چارو مسوولیت په غاړه لري او د ګوند لګښتونه له لاندې سرچینو څخه تامینېږي:

1. د غړیو حق الشمول اود غړیتوب حق

2. د حقیقي او حکمي شخص له خوا د وړیا مرستې ورکړه

3. د ګوند د منقولو او غیرمنقولو مالونو د عوایدو له پلوه

4. د انتخاباتو د ترسره کولو په وخت کې د دولت مرسته

5. د غړیو له خوا نورې مرستې

پنځه څلوېښتمه ماده:

د ګوند بهاداره اسناد او اوراق د لاندې دریو تنو واکمنو غړیو له منځه د دوو تنو له خوا لاسلیک کېږي

۱. رییس ۲. د مشرتابه شورا د مرستیال ۳. د مالي چارو مسوول

شپږڅلوېښتمه ماده:

د ګوند مالي چارې، په ځانګړو د فترونو کې لیکل کېږي او بېلانس یې د مالي چارو د مسوول له خوا، مشرتابه شورا، مرکزي شورا او عمومی مجمع ته وړاندې کېږي.

تبصره ۵ ګوند بانکي حساب شمېره لري، د بانک چکونه، په پنځه څلوېښتمه ماده کې د لیکل شویو دریو تنو له منځه د دوو تنو په لاسلیک د اعتبار وړ دي.

 

 

پنځم فصل

متفرقه حکمونه

اووه څلوېښتمه ماده:

ګوند په لاندې حالاتو کې د عمومي مجمع د دوو برخو غړیو په سلا مشورې له منځه ځي:

1. د داسې داخلي اختلافونو د رامنځته کېدو له امله چې د ګوند د هدفونو د تعقیب او د سالم فعالیت خنډ وګرځي

2. د ګوند فعالیت له اساسي قانون سره په مغایرت کې واقع شي

اته څلوېښتمه ماده:

د له منځه تللو په صورت کې، د ګوند منقول او غیرمنقول مالونه د دولت په واک کې راځي.

نهه څلوېښتمه ماده:

ګوند، کولای شي د خپلو دریځونو او هدفونو د بیانولو لپاره، له نشراتي ارګانونو، وېب پاڼې او د ډله ییز ارتباط له وسایلو استفاده وکړي

پنځوسمه ماده:

دغه اساسنامه پنځه (۵) فصلونه، پنځوس (۵۰) مادې او پنځه ( ۵ ) تبصرې لري چې د موسسانو شورا له تصویب او د مجوز له ترلاسه کولو وروسته د اجرا وړ ده.

 

ختم شو


اشتراک با دوستان: اين صفحه را با دوستان خود از طريق ويب سايت هاي شبکه هاي اجتماعي به اشتراک بگذاريد!

یادداشت سردبیر

حکومت مجبور است که بخش بزرگی از توان و انرژی خود را صرف جلوگیری از چاق شدن بحران کند. حکومت باید اصلاحات اساسی را به صورت فوری در نهادهای امنیتی به گونه‌ای اعمال کند که منجر به بهبود امنیت و استقرار ثبات شود؛ حکومت باید عاملان کشتار تظاهرات اخیر و آنانی را که در تأمین امنیت اجتماعات مردمی سهل‌انگاری کرده‌اند، به پنجه قانون بسپارد، حکومت باید با اصلاح شیوه رفتاری خود، اعتماد بین ...

ادامه مطلب

Editorial

Nonetheless, the concern is that the national unity government account the signed agreement between Afghanistan national intelligence and Pakistan national intelligence reliable and act based on that agreement, Because, nothing has been mentioned within this agreement accounting the agreement “primary proposal”. On the other hand, when the national unity government declared that they have just signed the “primary proposal”, a wave of ...

Read More...

تمام حقوق مادی و معنوی اين سايت برای حزب انسجام ملی افغانستان محفوظ می باشد. 2017 ©
نقل مطالب با ذکر منبع مانعي ندارد.